طالبانو تر واک لاندې د څارنوالۍ په دفتر کې یوې سرچینې آمو ته ویلي، چې د دوشنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو تر واک لاندې څارنوالۍ ته څېرمه په ځانمرګي برید کې ۳۴ کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.
د سرچینې په خبره، ډېری قربانیان څارنوالان وو.
په همدې حال کې د افغانستان د څارنوالانو ټولنې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په برید کې ۱۶ څارنوالان وژل شوي دي.
طالبانو د دغه برید کې د تلفاتو شمېر شپږ تنه ښودلى و.