افغانستان

د ایران د بشري حقونو سازمان: په ایران کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افغانانو اعدامول زیات شوي دي

د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، د طالبانو د واکمنۍ له راتګ وروسته په دغه هېواد کې د افغانانو اعدامول زیات شوي دي.

دغه سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې ایران د روان کال په اګست میاشت کې ۱۰۰ تنه اعدام کړي دي.

دغه سازمان تېره ورځ( سه شنبه، د وږي١٣مه) ويلي چې په روانه میاشت کې په اعدام شویو کسانو کې ۱۱ افغانان هم شامل دي.

د راپور له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې د یوه ماشوم- مجرم او یوې ښځې په ګډون ۱۶ افغانان اعدام شوي دي.

راپور وايي، په ۲۰۲۳ کال کې هم ۲۵ افغانان په ایران کې اعدام شوي دي.

په راپور کې ویل شوي، «دا بهیر سږکال ګړندی شوی، چې د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې لږ تر لږه ۳۱ افغانان په ایران کې اعدام شوي، چې ۱۱کسانو د اعدام حکم د اګست په میاشت کې پلي شو.»

د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې د اعدامونو شمېر لږ تر لږه ۴۰۲ ته رسېدلی دی.

په راپور کې ویل شوي، «د اعدام شویو کسانو له ډلې ۵۰ یې د قصدي قتل او ۴۶ یې د نشه یي توکو په تړاو تورن وو.»

په دغه هېواد کې د ولسمشريزو ټاکنو وروسته د اعدام سزا ګړندۍ شوې ده.

د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، درې کسان د جنسي تېري په تور او یو کس د امنیتي تورونو په تور اعدام شوی دی.

د ياد سازمان په وینا، په اعدام شویو کسانو کې اته بلوڅان او نهه کرد اتباع شامل دي.

له دغو ١٠٠ کسانو څخه، یو یې په عام محضر کې اعدام شوى دى.