د متحده ایلاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې د سه شنبې په ورځ د بهرنیو چارو وزیر آنتوني بلینکن احضار کړ او ویې ویل چې هغه له افغانستان څخه د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د حساب ورکولو له پاره حاضر نه شو.
د کمیټې رٸیس مایکل مک کال په یوه لیک کې ویلي چې بلینکن باید د سپتمبر په ١٩مه د کمېټې مخې ته حاضر شي که نه نو د سپکاوي تورونو سره به مخ شي.
په مقابل کې، د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر ويلي چې بلینکن ته دا مهال لاسرسى نشته، خو د عامه اورېدنې لپاره د مک کال غوښتنې سره سم د «مناسب بدیل» وړاندیز کړی دى.
ښاغلي مېلر په یوه خبرپاڼه کې وویل: «دا د ناهيلي کوونکې خبره ده چې د دې پرځای چې له وزارت سره په ښه نیت سره د تعامل پرځاى کمېټې یو بل غیر ضروري احضاريه صادره کړې ده.»
هغه وویل چې بلینکن د افغانستان په اړه د کانګرېس په وړاندې د مک کال کمېټې په وړاندې څلور ځله په ګډون له ۱۴ څخه ډېر ځله شاهدي ورکړې ده.
د جمهوري غوښتونکو د کمېټې مشر په خپل لیک کې بلنکين ته، ويلي چې د بهرنیو چارو وزارت اوسني او پخوانیو چارواکو تایید کړه بلنکن له افغانستان څخه د وتلو په اړه «وروستی پرېکړه کوونکی» و.
مک کال ليکلي: «تاسو په دې حالت کې وٸ چې د احتمالي قانون کمیټې ته خبر ورکړئ چې موخه یې وتلو پر مهال د قانوني واک کې احتمالي اصالاحاتو د مجوز ترڅنګ د ناورين زيږوونکي حالت په مخنیوي کې مرسته کول دي»
د مک کال احضاريه کمېټه له کلونو راهیسې له افغانستان څخه د مرګوني او ګډوډ ایستلو په اړه څېړنې کوي.