افغانستان

طالبانو د طبیعي علومو په نصاب بیا کتنه پیل کړه

په داسې حال کې چې پوهنتونونو ته د نجونو د ورتګ بندیز پر خپل ځای پاتې دی، طالبانو اعلان کړی چې د دوی تر واک لاندې د لوړو زده کړو وزارت د ریاضي، فزیک، کیمیا او بیولوژي په ګډون د طبیعي علومو پر نصاب بياکتنه پیل کړې ده.

د طالبانو تر ادارې لاندې د باختر آژانس د راپور له مخې، د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د نصاب مشر عبدالروف فراهي ویلي چې «د اسلام په چوکاټ کې د نړۍ نوي پرمختګونه او تجربې د دغو څانګو په نصاب کې سنجول شوي دي»

دغه طالب چارواکي زیاته کړې، چې د دوشنبې په ورځ په جوړه شوې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د ښوونې او روزنې پوهنتونونو استادان، د ملي نصاب د کمېسیون غړي او د اړوندو څانګو مسلکي استازي به په پنځو کاري ورځو کې پر نوي نصاب کار کوي.

طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې څو ځلې د دیني علومو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او زرګونه نوي دیني مدرسې یې جوړې کړې دي.