افغانستان

سرچینې: اروپايي هېوادونه د افغان سفارتونو د برخلیک په اړه ځانګړې غونډه کوي

په اروپا کې یوه لوړپوړي افغان دیپلومات آمو ته ویلي چې اروپايي هېوادونه به د تلې په ٧مه د افغان سفارتونو د برخلیک په اړه یوه ځانګړې غونډه وکړي.

د دغه سرچينې په وينا، چې نه يې غوښتل نوم يې په راپور کې واخيستل شي، له غونډې وروسته ښايي اروپايي هېوادونه په اروپا کې د افغان سفارتونو د برخليک په اړه خپله احتمالي پرېکړه اعلان کړي.

په تېره یوه میاشت کې، په لوېدیځ کې د دغه هېواد د سفارتونو د مدیریت پر سر د طالبانو او د جمهوري غوښتونکو د دورې د ډیپلوماټانو تر منځ کړکېچ او پټې سیالۍ، چې له طالبانو سره اړیکې نه لري، زیاتې شوې دي.

تر دې مخکې درېیو لوړپوړو ډیپلوماتیکو سرچینو آمو ته ویلي و چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اروپايي هېوادونو، کاناډا او استرالیا ته په استولي لیک کې ویلي چې د جمهوري ریاست د دورې د ډیپلوماټانو له خوا د کونسلي خدمتونه، سفارتونه او کونسلګرۍ له دوی سره اړیکه نه لري او کارونه يې د دوى لخوا د اعتبار وړ نه دي.

دا خبره د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په استانبول کې د دغه هېواد له کونسلګرۍ څخه د لیدنې پر مهال ورته اشارم وکړه.

د افغانستان په سفارت کې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست امیر خان متقي وویل: « په اروپا کې موږ پخوانیو ډیپلوماټانو ته درې کاله وخت ورکړ چې له مرکز سره اړیکه ونیسي، د مرکز اطاعت وکړي، خلکو ته خدمت وکړي او بالاخره مجبور شو چې ځینې اسناد چمتو کړو. په استانبول کې باید سفارتونه او قونسلګرۍ باطلې اعلان کړو.»

تر دې مخکې یوې لوړپوړې ډیپلوماتیکې سرچینې آمو ته ویلي و چې جرمني یوازینی حکومت دی چې د طالبانو لیک ته یې ځواب ورکړی او په برلین کې یې د افغانستان سفارت هڅولی چې له طالبانو سره خبرو ته کېني.

خو د یوې بلې سرچینې په وینا د فرانسې په ګډون ځینو هېوادونو د طالبانو دغه لیک ته هېڅ ارزښت نه دی ورکړی. او د سرچينې په وينا، ځينو اروپايي هېوادونو د جمهوري رياست د دورې ډيپلوماتانو ته ويلي، چې د طالبانو ليک هېڅ ډول مشروعيت نه لري.

په همدې حال کې د بشري حقونو یو شمېر فعالان وايي، له طالبانو سره په هر ډول خبرو کې باید په افغانستان کې د بشري حقونو مسلې ته لومړیتوب ورکړل شي.

د بشري حقونو فعاله سيما نوري وايي «د طالبانو لخوا د بشري حقونو د سرغړونو او د ښځو او لږکیو له حقونو څخه د سرغړونو په ګډون د خلکو په ذهن کې ډېرې اندېښنې راپارولي دي، او که دا تعامل دوام ومومي، په سیمه او نړۍ کې به د ترهګرۍ او بې ثباتۍ په وده کې مرسته وکړي. له بلې خوا، دا تضمین نشته چې طالبان به په خپلو ژمنو عمل وکړي، او لوېديځ هېوادونه دې پخوانۍ تجربې په یادې راوړي.»

تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د روان کال د زمري په ۱۵مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو چې د دغه هېواد کونسلګري خدمات، پنځه سفارتونه او په اروپا کې سیاسي نمایندګۍ د اعتبار وړ دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ١٤٠٢ کال د زمري په ١٥مه نېټه په یوه خبرپاڼه کې وویل: «په اروپا کې پنځه هېوادونه، د مرکز سره په همغږۍ کې، له پورتنیو بندیزونو څخه مستثنی دي او د دوی کونسلي خدمتونه او اسناد د نورو استازوليو په څیر د منلو وړ دي.»

«د جرمني په مونیخ کې د افغانستان کونسلګري، په هالنډ کې د افغانستان سفارت، په هسپانیه کې د افغانستان سفارت، په بلغاریا کې د افغانستان سفارت، په چک جمهوریت کې د افغانستان سفارت.»

که څه هم طالبان وايي چې نړۍ له دوی سره تعامل لري، خو درې کاله وروسته لا هم په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ او یو شمېر سفارتونه د پخواني حکومت د ډیپلوماټانو له خوا اداره کېږي او هېڅ هېواد د طالبانو له خوا رامنځته شوی سیاسي جوړښت په رسمیت نه‌دی منلی.