افغانستان

سعودي عربستان کې یو افغان د نشه يي توکو د قاچاق په تور اعدام شو

سعودي رسنیو خبر ورکړی، چې یو افغان وګړی دغه هېواد ته د نشه یي توکو د قاچاق په «جرم» اعدام شوی دی.

يادو رسنیو د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت په حواله ویلي چې اعدام شوی افغان وګړی عبدالقیوم شینواری نومېږي.

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت ويلي، «امنیتي ځواکونه د دې مجرم په نیولو بریالي شوي او څېړنې د دې لامل شوي چې هغه په ​​جرم تورن شي. وروسته له هغې چې د هغه قضیه واکمنې محکمې ته راجع شوه، یوه پرېکړه صادره شوه چې له مخې یې پر ده لګېدلي تورونه ثابت شول او په اعدام محکوم شو.»

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د عبدالقیوم شینواري پر ضد د «تعزيري اعدام» سزا د شنبې په ورځ په مکه مکرمه کې عملي شوه.

د طالبانو د زندانونو د تنظیم ادارې چارواکو د دوشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې د ایران او پاکستان په ګډون په ۱۲ هېوادونو کې شاوخوا اته زره افغانان بندیان دي.