افغانستان

د کډوالۍ نړيوال سازمان: په یوه اونۍ کې نږدې ۶۵ زره افغانان هېواد ته راستانه شوي

Afghan nationals in Islam Qala border town, Herat province. File photo.

د کډوالۍ نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي، لږ تر لږه ۶۴زره۹۵۰ افغانان له ایران او پاکستان څخه د زمري له ۲۸مې او د وږي تر ۳مې افغانستان ته راستانه شوي دي.

د راپور له مخې، په همدې موده کې ۷۲زره۶۲۴ افغان اتباع له افغانستانه دغو دوو ګاونډیو هېوادونو ته تللي دي.ش

دغه سازمان وايي چې په دې موده کې د داخلېدو په پرتله ۱۱ سلنه ډېر خلک له هېواده وتلي دي.

خو په ټولیز ډول، د تېرې اونۍ په پرتله د وتل او بېرته ستنېدل دواړه ٢١ سلنه زیات شوي.

له دې جملې ۵۱ سلنه یې له افغانستان څخه ایران ته تللي دي.

ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې راپور ورکړی چې د ١٤٠٢ کال  د زمري له ۱۰مې نیټې د وږي تر ۲۰مې پورې  شااوخوا ۷۰۰ زره افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.