د طالبانو تر واک لاندې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، د تخمونو د تصدیق څانګې د مشر صدیق الله رحماني په مشرۍ یو پلاوی نن ورځ (شنبه، وږي٢٠مه) چین ته ولاړ.
د دغه وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، د طالبانو پلاوی د چین، افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرنې په درې اړخېزه غونډه کې د ګډون لپاره تللی دى.
دغه درې اړخېزه غونډه به لس ورځو لپاره په چين کې تر سره شي.
په دې غونډه کې به د کرنيزو پروګرامونو، د لس کلن کرنيز پلان او د چين د کرنې د بدلون او پرمختګ د عواملو په اړه بحث وشي.
چین دا مهال په افغانستان کې د کانونو د کيندنې په برخه کې فعاليت لري.