افغانستان

طالبانو په یوه کال کې څه باندې ۸۷زره نوي کارکوونکي ګمارلي

د طالبانو تر ادارې لاندې  ازموینو ملي اداره وايي، په تېر کال کې له ١٧٧زره٢٠ نوماندانو ازموینه اخیستل شوې، چې له دې ډلې ۸۷زره۱۰۳ يې بريالي او بېلابېلو څانګو ته معرفي کړي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د يادې ادارې په وينا، د ١۴٠٣کال د کانکور عمومي ازموينې، د سويې د تثبيت، ماسټرۍ پروګرام، متفرقه،اختصاصي، ديني علومو ازموينې، د مالیې وزارت، د طبي شورا، د عامې روغتیا وزارت،  د امربالمعروف  او نهى عن المنکر وزارت،  همدارنګه د طالبانو نظامي اکاډمۍ او نورو څانګو د نوم لیکنې شاوخوا ٢٠زره فورمې يې وېشلې دي.

د دې ادارې مسٶولینو په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې د تېر کال په اوږدو کې د ازموینو ملي ادارې له پوهنې وزارت سره د څه باندې څلوېښت زره ښوونکو د ازموینې د اخیستو په موخه د همکارۍ تړون لاسلیک کړ.

دا په داسې حال کې ده چې سږ کال ښځینه زده کوونکې د کانکور ازموینه کې له ګډون بې برخې شوې وې.

د روان کال په چنګاښ میاشت کې د ۱۴۰۳ داخلی ازموینو پنځمه او وروستۍ دوره د نجونو په نشتون پای ته ورسېده.

د دولسم ټولګي یو شمېر هغه نجونې چې د کانکور په ازموینه کې له ګډونه منع شوې وايي، په افغانستان کې له خپلو ټولو حقونو بې برخې دي او ملګري ملتونه باید د ښځو غږ واوري.

د يو شمېر نجونو له اوښکو ډکو سترګو آمو ته وويل، چې د دوی لپاره د دې وضعیت زغم ستونزمن دی.

د ١۴٠٣کال کانکور ازموینه کې له پولو بهر داوطلبانو، غیر حاضرانو، ۱۴م پاسانو او د دیني مدرسو فارغانو ګډون کړی وو.