نړۍ

د هامبورګ د اسلامي مرکز د پخواني مشر د ويستلو کولو حکم صادر شو

د جرمني چارواکو د هامبورګ د اسلامي مرکز د پخواني مشر د اېستلو امر صادر کړ.

په دې وروستیو کې د آلمان د کورنیو چارو وزارت له خوا د دغه مرکز او له هغه سره د تړلو سازمانونو فعالیتونه د «افراطي ایډیالوژۍ د ترویج» له کبله منع اعلان کړل.

د جرمني د رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د هامبورګ ځايي حکومت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې محمد هادي مفتح ته خبر ورکړل شوی چې د سپټمبر تر ۱۱ مې پورې وخت لري چې له جرمني ووځي، که نه وبه ویستل شي.

پنځه اونۍ وروسته له هغه چې جرمني چارواکو په هامبورګ کې د اسلامي مرکز پر فعالیتونو بندیز ولګاوه، د جرمني د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند ويلي چې ښاغلي مفتح ته د هغه د ويستلو حکم په دې معنا دى، چې دغه ۵۷ کلن سړی باید په ټاکلي وخت له جرمني ووځي، که ونه وځي نو خپل ټاټوبي ایران ته به ولېږدول شي.

د جرمني د کورنیو چارو د وزارت د حکم له مخې ښاغلی مفتح دغه هېواد ته له بیا داخلېدو او پاتې کېدو منع شوی دی او که چیرې دغه حکم له پامه وغورځوي، نو تر درېيو کلونو پورې د بند په سزا محکومېږي.