افغانستان

روزميري ډي کارلو: د طالبانو نوی قانون د انساني وجدان خلاف دی

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمیري ډي کارلو ویلي، نوی قانون چې د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده له خوا تصویب شوی، د «بشري وجدان خلاف» دی.

آغلې ډي کارلو پرون پر اېکس ويلي چې دا قانون به د بشري حقونو او آزادۍ په ځانګړې توګه د ښځو حقونه نور هم محدود کړي.

هغې زیاته کړې، چې د دې قانون پلي کېدل به یوازې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د لا منزوي کېدو لامل شي.

دا قانون شاوخوا یوه اونۍ وړاندې د طالبانو د امربالمعروف و نهي عن المنکر وزارت له خوا تصویب شو او لا هم پراخ کورني او نړیوال غبرګونونه را مخ کېږي.

د بلجیم، جرمني، جاپان او سویس په ګډون لوېدیځو هېوادونو دغه قانون په سختو ټکو غندلی دی.