په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه پلاوي (یوناما) مشره روزا اوتونبایوا د طالبانو د نوي قانون له توشيح کېدو وروسته کندهار ته ولاړه.
په کندهار کې د طالبانو د والي د رسنیو دفتر د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې مېرمن اوتنبایوا په دغه ولایت کې د طالبانو له مرستیال والي سره وکتل.
که څه هم یوناما د دې سفر په اړه تبصره نه ده کړې، خو د روزا اوتونبایوا په حواله ویل شوي چې هغه «د کوکنارو د بدیل کښت په اړه د خبرو اترو لپاره دغه ولايت ته تللې ده.»
د خبرپاڼې له مخې، د طالبانو مرستیال والي له مېرمن اوتنبایوا سره په لیدنه کې ویلي، چې نړۍ باید په افغانستان کې د پانګونې لپاره بېلابېل دلایل وړاندې نه کړي.
کندهار ته د یوناما د مشر سفر په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو تر واک لاندې د عدلیې وزارت د چهارشنبې په ورځ د طالبانو نوی توشيح شوي قانون اعلان کړ چې د امربالمعروف او نهى عن المنکر قانون په نوم يادېږي.
د طالبانو له خوا د دغه قانون توشيح کېدو پراخ داخلي او بهرني غبرګونونه راوپارول، چې د بشري حقونو یو شمېر بنسټونو او سازمانونو دا غیر مشروع او «له افغان ښځو ١١٤ ورقې کرکه» وبلله.
طالبانو د قانون په توشيح کولو سره د هېوادوالو په ځانګړې توګه د ښځو پر حقونو او ازادۍ نور سخت محدودیتونه وضع کړي، تر دې چې د ښځو غږ په قانون کې «حرام» ګڼل شوی دی.