په داسې حال کې چې پنټاګون په وار وار له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال د هر ډول ګډوډۍ او کړکېچ څخه له مخکې د معلوماتو درلودلو خبره رد کړې ده؛ خو جسټ نیوز د پنټاګون یو شمېر داخلي اسناد او ایمیلونه افشا کړي او ويلي يې دي چې د امریکا دفاع وزارت له افغانستانه د وتلو پر مهال له کړکېچن وضعیت څخه خبر و.
دغه رسنۍ وايي چې د پنټاګون داخلي ایمیلونه او یادښتونه چې اوس ترلاسه شوي، ښیې چې دغه وزارت «له کړکېچن او خراب وضعیت» څخه خبر و.
جسټ نیوز د پنټاګون د افشا شویو ایمیلونو په حواله لیکلي، «لوړپوړي چارواکي په دې پوه وو چې په افغانستان کې وضعیت په مرګوني تاوتریخوالي بدل شوی دی.»
د دغه خبري شبکې د راپور پر بنسټ، ياد سندونه ښیي چې د بایډن – هرېس ادارې هڅه کړې چې د هغه څه حقیقت تحریف کړي چې «د متحده ایالاتو په تاریخ کې د بهرني سیاست لومړی بحران» بلل کیږي.
يادې رسنۍ د دې اسنادو څخه یو یې د مثال په توګه لیکلي: «د بهرنیو چارو وزارت د وضعیت راپور د پینټاګون پخواني مرستیال ویاند جان کربي ته د ٢٠٢١کال د اګسټ په ١٦مه کې ایمیل شوی؛ دا چې پوره لس ورځې وړاندې د کابل په هوايي ډګر کې په یوه چاودنه کې ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول، د دې ښکارندویي کوي چې د هوايي ډګر د الوتنو په کرښو کې سرغړونې او ناامني رامنځ ته شوه چې د ډزو تبادله وشوه او پنځه افغانان یې ووژل او یو امریکایی یې ټپي کړ.په دغه برېښنالیک کې راغلي چې دا ډله له کنټرول څخه بهر وه. ډزې یوازې د ګډوډۍ د مخنیوي لپاره وې.»
دغه خبري شبکې لیکلي چې د بایډن ادارې د وتلو پروسه ناسمه مديريت کړې او د پنټاګون ټول داخلي برېښنالیکونه ښیې چې د سپینې ماڼۍ او پنټاګون ویاند جین ساکي او جان کربي هڅه کړې چې اندېښنې کمې کړي.
جسټ نیوز ويلي، جان کربي، چې اوس د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند دی، دغه خبري شبکې غوښتنو ته له ځواب ویلو ډډه وکړه.
د امریکا پر ولسمشر جوبایډن له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د«ناروين زيږوونکي» وتلو له امله د امریکا دننه او په ټوله نړۍ کې نیوکې شوې دي.
یو شمېر امریکايي چارواکو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ په تاریخ کې تر ټولو« شرمونکې پېښه» بللې ده.