افغانستان

طالبانو د سالنګ د لویې لارې د بدیلو لارو په توګه د شیبر او خاواک لاره معرفي کړه

طالبانو د دوشي – بامیان او خاواک لارې د افغانانو لپاره د سالنګ د لویې لارې د بدیل په توګه معرفي کړې دي.

د بغلان لپاره د طالبانو امنیه  قومندان وايي، د سالنګ لویه لار تر خلاصېدو پورې بار وړونکو موټرونه له دغه لارې تګ راتګ کولی شي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د وږي په لومړۍ نېټه د سالنګ لویه لار د بار وړونکو موټرو پر مخ وتړله.

 طالبانو ویلي، چې ددې لارې له تړلو څخه يې موخه د دغه لویې لارې ترمیم او رغول دي.

د طالبانو تر واک لاندې د ټولګټو وزارت له دې وړاندې په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو، چې د سالنګ پر لویه لار یې د تیز رفتار موټرو لپاره فرعي بدیل سړک جوړ کړی او چلوونکي او مسافر کولای شي په دې لویه لاره ۲۴ ساعته تګ راتګ وکړي.

د يادولو وړ ده، چې د سالنګ لویه لار ٩ شمالي او شمال ختیځ ولایتونه له کابل او نورو ولایتونو سره نښلوي.

دا په دوو کلونو کې دویم ځل دی چې طالبان دغه لویه لار د ترافیکو او اوس د ترمیم او بیارغونې په موخه د بار وړونکو موټرو پر مخ  تړي.