افغانستان

د استرالیا د بهرنیو چارو وزیره: موږ د طالبانو لخوا د ښځو د غږ یې خاموشه کولو هڅې غندو

 د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پیني وانګ ویلي، هېواد یې د طالبانو هغه هڅې په کلکه غندي چې غواړي د افغان ښځو او نجونو غږ خاموش کړي. 

 آغلې وانګ پر اېکس ټولنيزه شبکه کې د طالبانو پر نوي فرمان نيوکه کړې چې له مخې يې ښځې په عام محضر کې له خبرو کولو او مخ ښکاره کولو منع شوې دي. هغې وویل، «دا نوی فرمان د ښځو غږ او په عامو خلکو کې د هغوی دمخ ښکاره کول منع کوي. د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې همداراز ټینګار وکړ چې هېواد یې د افغان ښځو او نجونو د حقونو ملاتړ کوي.

 هغې زیاته کړه، «موږ د افغانستان له ښځو او نجونو سره ولاړ یو او د هغوی د بشري حقونو دفاع کوو.» د طالبانو نوی قانون چې د افغان ښځو او نجونو آزادي نوره هم محدودوي، پراخ نړیوال غبرګونونه راپارولي دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) هم د طالبانو دامربالمعروف د وزارت نوی قانون غندلی دی.

دغه قانون، چې ۳۵ مادې لري، په شخصي چلند پراخ محدودیتونه وضع کوي او د تطبیق کوونکو مامورانو ته یې د پلي کولو پراخ او خپلسري واکونه ورکوي.

 د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا خبرداری ورکړ: «دا قانون د افغانستان د راتلونکي لپاره د اندېښنې وړ لیدلوری وړاندې کوي، تر هغه چې د تطبیق کوونکو مامورینو ته د افرادو د ګواښلو او نیولو واک ورکړل شوی دی.»

 خو د طالبانو د امربالمعروف وزارت یوه چارواکي آمو ټلویزیون ته په یوه غږیز پیغام کې ویلي، چې دغه وزارت د نوي قانون پلي کولو ته چې د طالبانو مشر توشیح کړی دی; ژمن دی.