د طالبانو د امربالمعروف وزارت وايي، تېر کال یې په ټول افغانستان کې د موسیقۍ ۲۱زره۳۲۸ وسایل له منځه وړي دي.
طالبان ادعا کوي چې د قليان خانې او قمارخانې تړل شوي او ۴۴۸ تعويذ ګران او ۵۲۸ تنه د جادو په تور نیول شوي دي.
د طالبانو په کلني راپور کې ویل شوي چې ۲۵زره۶۴۷ کمپیوټرونه مرکزونه چې د «مبتذلو فلمونو» په خپرولو بوخت وو، تړل شوي دي.
د طالبانو امربالمعروف او نهى عن المنکر وزارت چارواکو همداراز اعلان کړې، چې یوازې په کابل کې د اذان د خپرولو لپاره «۴۶۰ لوډسپیکرونه» نصب شوي دي.
په همدې حال کې، په پروان کې طالب چارواکو تازه اعلان وکړ چې په تېر کال کې یې په دغه ولایت کې د موسیقۍ سلګونه وسایل سوځولي دي.
دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې ملګرو ملتونو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د امربالمعروف وزارت د بشري حقونو تر ټولو ستر سرغړونکي بللى دی.
د راپور له مخې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د دغه وزارت د غړیو چلند او اجرات په کابل کې د طالب چارواکو له امرونو او ادعاو سره توپیر لری.