افغانستان

ننګرهار کې مرموزو وژنو او وسله والو غلاوو ښاریان اندېښمن کړي

د طالبانو د ملي امنیت اداره وايي چې دوی هم لاس تر زنې لاس نه دي او یو شمېر کسان یې د غلا په تور نیولي دي.

د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي وایي، په دې وروستیو کې په دې ولایت کې وسله والې غلاوې او مرموزې وژنې ډېرې شوي او دې وضعیت د ننګرهار ښاریان اندېښمن کړي دي.

تېره ورځ د ښار په دریمه ناحیه کې یو تن په ریکشا کې په ډزو ووژل شو. دوه ورځې وړاندې د جمهوري دولت د ملي امنیت یو کارکوونکی د جلال اباد ښار په چکنوري سیمه کې د نامعلومه وسله والو له لورې ترور شو.

همداراز نږدې دوه اوونۍ وړاندې د سپین غږ پوهنتون استاد ډاکټر نعمت الله د وسله والو غلو له لورې په چړو وهل شوی چې وروسته یې روغتون کې ساه ورکړه.

دا هغه پېښې دي د جلال اباد ښاریان یې اندېښمن کړي دي. همدارز وایي، غله په موټر سایکل سپاره وي او څوک چې په نظر ورشي نو د وسلې په زرو ترې پیسې او وسایل اخلې او له سیمې تښتي.

په ننګرهار کې د شرق خصوصې ټلویزیون پخوانی کمره مین صفي الله عربزاده وایي تېره ورځ د جلال اباد ښار په څلورمه ناحیه کې په رڼا ورځ وسله والو غلو لوټلی او د مبایل او پېسو په ګډون یې ترې ټول وسایل وړي دي.

صفي الله عربزاده زیاته کړه: “زه له دفتره کورته په لاره وم چې غلو ودرولم. موبایل، پیسې او نور وسایل یې راڅخه واخیستل.”

د هغه په خبره، غلو د طالبانو امنیتي پوستې ته نږدې لوټلی او هېچا هم د هغوی د نیولو هڅه ونه کړه.

طالبان وايي پنځه کسان یې نیولي چې غوښتل یې د یوه سوداګر پیسې غلا کړي.

د جلال اباد یو شمېر ښاریان بیا له اسلامي امارت غواړي چې د ښار امنیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي. ددوی په وینا، اکثره غله په ریکشا او موټرسایکلو کې ګرځي، وسلې ورسره وي او ځانونه جوړوي چې خلک فکر وکړي د طالبانو امنیتي کسان دي.

د جلال اباد ښار اوسېدونکی توحید وایي، اسلامي امارت دې خپلې ښاري ګزمې او تلاشیانې زیاتي کړي، کنې خلک به په طالبانو هم خپل باور له لاسه ورکړي.

توحید زیاته کړه چې اکثره ښاریانو سره چې سهار له کوره وځي، د سر اندېښنه وي. “دا یوازې زما اندېښنه نه ده؛ بلکې ټول ولس ورسره مخامخ دی.”

په ننګرهار کې د طالبانو امنیتي ادارې بیا وايي چې دوی هم لاس تر زنې ناست نه دي.

د ننګرهار د ملي امنیت رییس ډاکټر بشیر په یو مطبوعاتي کنفرانس کې وویل، څو ورځې وړاندې پنځه تنه پنځه د جلال اباد ښار نهمې حوزې په مربوطاتو د غلا د هڅې په تور نیول شوي دي.

هغه دا کسان رسنیو ته وښودل چې دده په خبره، غوښتل یې د جلال اباد ښار کې د یوه سوداګر ۱۰۰ زره امریکایې ډالر او اتیا لکه افغانۍ غلا کړي چې هدف ته له رسېدو وړاندې ونیول شول.

دا چې پر دغو کسانو به لګېدلی تور ثابت شي کنه، لا یې په اړه څه نه شي ویل کېدای. د نیول شویو کسانو له ډلې یوه یې تایید کړه چې دوی غوښتل د یوه سوداګر پیسې غلا کړي.

ډاکټر بشیر وویل: “په تېره یوه میاشت کې دوی په دې تړاو ترسلو زیات کسان نیولي او د څېړنو لپاره عدلیې اوقضایې ارګانونو ته ورپیژندلي دي.”

هغه له خلکو وغوښتل چې د امنیت په ساتنه کې له دوی سره همکاري وکړي.