افغانستان

نن له برېتانباڅخه د افغانستان د خپلواکۍ بېرته ترلاسه کولو ۱۰۵مه کلیزه ده

نن یکشنبه (زمري ۲۸مه) له برېتانبا څخه د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ۱۰۵مه کلیزه ده.

د ۱۲۹۸ کال د زمري په ۲۸مه نېټه افغانستان د شاه امان الله خان په مشرۍ له انګلستان څخه خپلواکي ترلاسه کړه.

طالبانو د زمري ۲۸ عمومي رخصتي اعلان کړې ده او د دوی ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه بيان کې چې د طالبانو له خوا په ملي تلویزیون کې خپره شوې دزمري ۲۸مه د افغانانو لپاره د ویاړ ورځ ده.

طالبان د زمري ۲۸مه د شاه امان الله خان په مشرۍ د هېواد د خپلواکۍ ورځ په داسې حال کې نمانځي، چې تېره میاشت د دوی غړو په تورخم کې د شاه امان الله خان سمبول او انځور ړنګ کړ او پرځاى يې خپل سپین بیرغ وځړاوه .

امان الله خان د افغانستان یو له اساسي قانون جوړونکو او خپلواکۍ غوښتونکو پاچاهانو څخه و. د خپلې واکمنۍ له پيله يې د افغانستان د استقلال د بېرته تر لاسه کولو موضوع د خپلې اجنډا په سر کې ځاى کړه.

افغانانو له انګرېزانو سره درې سختې جګړې وکړې. د افغان-انګلیس لومړۍ جګړه د ۱۸۳۹ او ۱۸۴۲ کلونو تر منځ او دوهمه جګړه د ۱۸۷۸ او ۱۸۸۰ کلونو ترمنځ وشوه چې دواړه د افغانانو په ګټه پای ته ورسېدې.

طالبانو همداراز د زمري ۲۴مه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو او د بري د ورځې په توګه ولمانځله.

خو د هېواد يو شمېر اوسېدونکي د زمري ٢٤مه او په هېواد کې د جمهوري نظام ړنګېدل د افغانستان په تاريخ کې يوه توره ورځ بولي او وايي چې د طالبانو د واکمنۍ په رانسکورېدو سره د هېواد د وګړو حقوق تر پښو لاندې کېږي. په ځانګړې توګه ښځې محدودې دي او د هېواد ټولې لاسته راوړنې د تباهۍ په حال کې دي.