د افغانستان د ولسي جرګې د ديارلسمې او څوارلسمې دورې د خلم ولسوالۍ استازی شجاع الدین شریفي ومړ.
د شجاع الدین شریفي زوی اسدالله شریفي پر خپله فیسبوک پاڼه د خپل پلار مړینه تایید کړې ده.
شجاع الدین شریفي د شاهي دورې د ولسي جرګې وروستی ژوندی پاتې شوی کس یاد شوی دی.
نوموړی په ۱۳۱۴ هجري لمريز کال کې په یوه متدينه کورنۍ کې زېږېدلی دی.
ویل کېږي چې ښاغلي شریفي د پوهنې په ګډون په بېلابېلو برخو کې د پام وړ خدمتونه کړي دي.