د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، تورخم ته څېرمه د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې طالبانو د پاکستان دوه سرحدي پوستې په نښه کړي او له منځه يې وړي دي.
هغه وويل، پاکستاني سرحدي ساتونکو لومړى د غوړکي په سيمه کې د طالبانو پر پوستو ډزې وکړې.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، د پاکستان په ډزو کې د یوې ښځې او دوو ماشومانو په ګډون درې تنه وژل شوي دي.
د تورخم پر پوله پرون( دوشنبه، د زمري٢٢مه) د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته وشوه.
سرچينې وايي ، چې د تېرې ورځې تر ناوخته پورې د نښتې له سيمې د ډزو غږونه اورېدل کېدل.