افغانستان

د هېواد په ٨ ولایتونو کې د سېلابونو احتمال

د طالبانو تر واک لاندې د اوبو او انرژۍ وزارت د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د احتمالي سېلابونو خبرداری ورکړی دی.

د طالبانو تر واک لاندې دغه وزارت همداراز ویلي چې په راتلونکو درېیو ورځو کې په اتو ولایتونو کې د سیندونو د اوبو د زياتوالي احتمال شته.

د دغه وزارت په وینا، د کابل، هلمند، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو په سیندونو کې د سېلابونو او د اوبو د سطحې د لوړېدو اټکل شوی دی.

د طالبانو تر واک لاندې دغه وزارت ویلي چې ياد ولایتونه به د دوشنبې، سه شنبې او چهارشنبې په ورځو (د زمري ۲۲، ۲۳ او ۲۴) د طبیعي پېښو شاهد وي.

طالبان وايي، د کابل او هلمند په ساحلي سیمو کې د بارانونو د ورښت او د سېلابونو د راوتلو امکان شته.

دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې په دې وروستیو میاشتو کې سختو بارانونو، طوفانونو او ویجاړونکو سېلابونو سلګونه کسان مړه او زرګونه نور  ټپیان کړي دي.

دغو طبیعي پېښو د هېواد د بېلابېلو سیمو اوسېدونکو ته ډېر مالي زیانونه هم اړولي دي.