په یوه ورځ کې څه باندې ۱۵۰ افغان کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه وېستل شوې او هېواد ته راستنې شوې دي.
د طالبانو تر ادارې لاندې باختر اژانس راپور ورکړی چې پرون( يکشنبه، د زمري٢١) ١٥٨افغان کډوالې کورنۍ «په جبري او اختياري » توګه له ایران او پاکستان څخه وېستل شوي دي.
دغه راستانه شوي کسان د ننګرهار، کندهار، نیمروز او هرات ولایتونو له لارو هیواد ته داخل شوي دي.
د طالبانو تر واک لاندې دغه اژانس وايي، ۲۶ کورنۍ د تورخم او ۴۹ یې د سپین بولدک له لارې افغانستان ته داخلې شوې دي.
د راپور له مخې، دغه راز ۳۸ کورنۍ په نیمروز کې د پل ابرېشم او ۴۵ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالي نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې نږدې اته میلیونه افغانان له هېواده کډوال شوي دي. طالبانو دا راپور رد کړی دی.
خو د دغه سازمان په وینا د دغو کډوالو له جملې ۸۵ سلنه یې ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران ته او نږدې یو میلیون یې اروپا ته تللي دي.
د راپور له مخې ایران ته د دغو کډوالو نږدې ۷۰ سلنه يې د کار د فرصتونو نشتوالی د دوی د کډوالۍ اصلي لامل بولي.