ښځې

ښځې او نجونې له ۲۰۲۴ المپیک څخه د منیژه تلاش لېرې کېدل غندي

د ۲۰۲۴ کال له المپیک څخه د «بریکینګ یا د سړک د نڅا» د ورزشکارې د لېرې کېدو په اړه له غبرګونونو وروسته، ښځې او نجونې وايي، چې د دغې نجلۍ کړنه د ستاینې وړ و، خو د ۲۰۲۴ کال المپیک د افغان ښځو غږ خاموش کړ.

منیژه تلاش د ۲۰۲۴ کال د المپیک له لوبو وروسته له هغه لیرې شوه چې هغې د «افغانستان ښځې آزادې کړئ» په شعار سره د سیالۍ ډګر ته ننوتله.

منیژې تلاش تر دې مخکې ویلي و چې د ۲۰۲۴ کال په المپیک کې یې شتون په هېواد کې پر ښځو او نجونو د طالبانو د سختو بندیزونو پر وړاندې تر ټولو لوی پیغام دی.

منیژه تلاش په ​​داسې یو هیواد کې زېږېدلې چې درې کاله کېږي نجونې یې ښوونځي ته د تلو اجازه نه لري، تلاش د بریکنګ یا د سړک نڅا ورزشکاره د ۲۰۲۴ کال د المپیک د سترو نړیوالو سیالیو په منځ کې د ګټلو لپاره مبارزې ته ولاړه. تلاش د بریا په پرتله عدالت غوښتنې ته ترجیح ورکوي.

په پای کې یې د «افغان ښځې ازادې کړئ» شعار د نړۍ خلکو ته ورساوه.

نوموړې دوه ورځې وړاندې رسنیو ته ویلي و، چې د ۲۰۲۴ کال په المپیک کې یې ګډون د طالبانو د سختو بندیزونو پر وړاندې تر ټولو لوی پیغام دی.

منیژه تلاش د د ۱۴۰۳، د زمري ۱۹مه ویلي و: «د المپیک په لوبو کې زما ګډون تر ټولو لوی پیغام دی او زه اړتیا نه لرم چې پیغام واستوم.»

له یوې امریکایی رسنۍ سره د دې مرکې له مخې ، مېرمن تلاش د ۱۳۹۹ کال د لیندۍ میاشتې راهیسې د «بریکینګ» ورزش ته مخه کړې ده.

هغه ویلي و: «د خدای په نامه، زه منیژه تلاش یم، ۱۸ کلنه یم او زه د بریکینګ ورزش کوم، دا دوه نیمې میاشتې کیږي، او ځکه چې زه ډېره لېوالتیا لرم، دې برخې ته راغلې یم چې د افغانستان لپاره ښه بېلګه ووسم.»

د افغانستان له سقوط وروسته د راپورونو له مخې، دا مهال مېرمن تلاش په اسپانیا کې کډواله شوې او د ۲۰۲۴ کال د المپیک په سیالیو کې یې په کډواله لوبډله کې ګډون کړی دی.

له دې سره، د دې ورزشکارې عدالت غوښتنه د المپیک له سفره د پای ته رسېدو لامل شو نوموړې د ۲۰۲۴ کال له المپیک څخه لیرې شوه او لامل هم همدا شو ځکه چې د المپیک د قانون پر بنسټ ورزشکارانو ته اجازه نه ورکول کېږي چې د سیالیو په ډګرونو کې سیاسي، مذهبي او نژادي شعارونه ورکړي. خو د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې وايي چې د تلاش دا شعار سیاسي نه وو.

مریم معروف اروین، د ښځو د حقونو فعاله وايي: «د دې پر ځای چې د ۲۰۲۴ کال المپیک د ښځو د غږ د څرګندولو لپاره یو فرصت وي، د افغان ښځو غږونه غلي کیږي، او د مېرمن تلاش فعالیت نه یوازې د ستاینې وړ دی، بلکې په حقیقت کې د نورو افغان ورزشکارانو هڅونه ده.»

د هېواد یو شمېر ښاریان وايي، هغه شعار چې منېژې تلاش نړۍ ته ورساوو د افغان ښځو او نجونو خبرې دي.

له دریو کلونو راهیسې افغان ښځې او نجونې د طالبانو د سختو بندیزونو پر وړاندې د کابل په واټونو او پوښښ ځایونو، غونډو او نړیوالو غونډو کې اعتراضونه کوي، خو طالبان دغه اعتراضونه له پامه غورځوي او د هرې ورځې په تېرېدو سره د هېواد په ښځو او نجونو د محدودیتونو لړۍ زیاتوي.