يو شمېر سوداګرو او د بار وړونکو موټرو چلوونکو د تورخم دروازې د تړلو او پر دې لاره د بار وړونکو موټرو د درولو په اعتراض لاريون وکړ.
دغه لاريون کوونکي وايي، له لسو ورځو څخه زيات وخت کېږي چې د تورخم د لارې دواړو غاړو ته د بار وړونکو موټرو تګ راتګ بند شوى دى. د طالبانو د ګمرک چارواکو او پاکستاني ځواکونو له موټر چلوونکو څخه د «لنډمهاله داخلېدو سند» غوښتنه کړې، داسې سند چې چمتو کول یې میاشتې وخت نیسي، او د دې قانون پلي کول د په تګ راتګ کې د جدي خنډونو لامل شوى دى.
د تورخم لار چې تل د بار وړونکو موټرو د تګ راتګ ستونزمن لار وه، دا ځل يو ځل بيا د تګ راتګ لپاره په بحراني ټکي اوښتې ده. د پولې دواړو غاړو ته د طالبانو او پاکستاني امنیتي ځواکونو له خوا په سلګونو باروړونکي موټر درول شوي دي.
د دې وضعیت په غبرګون کې موټر چلوونکو د اعتراض خېمې درولې او خبرداری یې ورکړی، چې که تر سبا پورې یې ستونزه هواره نه شي، نو پر دې لارې به د ټولو موټرو د تګ راتګ مخه ونیسي.
د لاريون کوونکو له ډلې نورصاحب وويل: «په تورخم کې زموږ ستونزه دا ده، چې لومړى له موږ څخه د پاسپورټ او ويزې غوښتنه وشوه. موږ دا اسناد چمتو کړل، خو له دې سره سره، اوس له موږ څخه د «تاډ» سند غوښتنه شوې، داسې سند چې په لنډ وخت کې نه شي چمتو کېدی.»
د روان کال د اګست له لومړۍ نیټې راهیسې په دغه کرښه کې له موټر چلوونکو څخه د لنډمهاله داخلېدو د اسنادو غوښتنه شوې او موټر چلوونکي د لازمو وړاندوینو له نشتوالي او د دغه قانون د پلي کېدو له ستونزو شکایت کوي.
یو شمېر موټر چلوونکي خبرداری ورکوي چې د پولې دواړو غاړو ته د زرګونو موټرو ودرول به دواړو غاړو ته سوداګري زیانمنه کړي او صادراتي مالونه لکه سبزیجات او میوې به خرابې کړي.
يو بل لاريون کوونکي ضياالدين وويل: «موږ له طالبانو غواړو چې موږ پرېږدي، زموږ مالونه له موږ سره دي او موږ دلته بند پاتې يو.»
يو شمېر لاريون کوونکو هم د لنډمهاله داخلېدو د اسنادو د ترلاسه کولو د پروسې پر ستونزو نيوکه وکړه او په دې باور دي، چې په دې برخه کې بايد اسانتياوې رامنځته شي، څو د نورو ستونزو مخه ونيول شي.
د مارچ په میاشت کې، طالبانو او پاکستان هوکړه وکړه چې له موقتي داخلېدو اسنادو(تاډ) پرته به د پولې څخه موټرونو د تېرېدو مخه ونیسي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې اعلان کړی، چې د دواړو خواوو د هوکړې له مخې، په افغانستان کې د پاکستان سفارت مسووليت لري، چې افغان موټر چلوونکو ته د «ټاډ» ټوکن يا د ننوتلو موقتي سند ووېشي او په پېښور او کويټه کې د افغانستان کونسلګرۍ د دې سند د وېشلو مسولیت په پاکستان کې پر غاړه لري.
د ننوتو دغه لنډمهاله سند د شپږو میاشتو لپاره د سل ډالرو په بدل کې پر موټر چلوونکو وېشل کېږي، خو اوس د دغه سند د نه شتون له امله د تورخم پر پوله دواړو غاړو ته زرګونه موټرونه بند پاتې دي، چې د موټر چلوونکو په وینا داسې وضعیت د دواړو هېوادونو تر منځ په سوداګرۍ کې سخت خنډ رامنځته کړى دی.