په یوه ورځ کې ١٥٠ افغان کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه ویستل شوې او هېواد ته راستنې شوې.
د طالبانو تر ادارې لاندې د باختر آژانس د خبر له مخې، دغه کډوال د جمعې په ورځ له ايران او پاکستان څخه په «جبري او اختياري» ډول اېستل شوي دي.
په راپور کې ویل شوي چې دغه کډوال د ننګرهار، کندهار، نیمروز او هرات ولایتونو له لارو هېواد ته داخل شوي دي.
د طالبانو تر ادارې لاندې د دغه خبري آژانس زياتوي، چې ۳۱ کورنۍ د تورخم او ۱۴ د سپین بولدک له لارې افغانستان ته راغلې دي.
د راپور له مخې، په همدې حال کې ۴۸ کورنۍ د نیمروز ولایت د پل ابرېشم او ۵۷ کورنۍ د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالۍ نړیوال سازمان مخکې په یوه راپور کې ویلي و، چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې نږدې اته میلیونه افغانان له هېواده کډوال شوي دي؛ خو طالبانو دا راپور رد کړی دی.
خو د دغه سازمان په وینا، له دغو کډوالو څخه نږدې ۸۵ سلنه یې ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران ته او نږدې یو میلیون یې اروپا ته تللي دي.
د راپور له مخې ایران ته د دغو کډوالو نږدې ۷۰ سلنه کسان چې ايران ته کډوال شوي، د کار د فرصتونو نشتوالی د دوی د کډوالۍ اصلي لامل بولي.