د مذهبي ازادۍ په اړه د امریکا کمیسیون د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د مذهبي ازادۍ د اوسني وضعیت په اړه یو نوی راپور خپور کړی، چې په کې ویل شوي چې د امربالمعروف په نوم د طالبانو وزارت په افغانستان کې د مذهبي ازادۍ په سرغړونو کې “لوی رول” لوبوي.
دغه کمیسیون د امریکا پر حکومت غږ کړی چې افغانستان دې د هغو هېوادونو په لېست کې شامل کړي چې وګړي يې د خپلې ازادۍ په اړه«جدي اندېښنې» لري.
په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د لږکيو لکه سکهانو، هندوانو، عیسویانو او شیعه مسلمانانو مذهبي ازادي په جدي توګه محدوده شوې ده.
د راپور په يوه برخه کې راغلي، طالبانو په افغانستان کې د شیعه مسلمانانو مذهبي ازادي محدوده کړې ده.
د مذهبي ازادۍ په اړه د متحده ایالاتو دولتي کمیسیون وايي: «د شیعه ګانو په عبادت کې لاسوهنه، په بدخشان کې د طالبانو یوه قوماندان لخوا د شیعه ګانو سره پر ودونو بندیز لګولى، سني طالبانو د جعفري کتابونو پر تدريس د بنديز ترڅنګ پوهنتونونو اړ کړي چې ټول هغه کتابونه لرې کړي چې له حنفي مذهب سره سم نه دي.»
راپور وايي، طالبان همداراز په شیعه ګانو د داعش د بریدونو په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.
دغه کمیسیون وايي، «داعش خراسان په افغانستان کې پر شیعه لوکيو باندې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی،» د ١٤٠٢هـ لمريز کال د تلې په میاشت کې داعش په پلخمري کې د امام زمان پر جومات برید وکړ او اووه کسان یې ووژل.
طالبانو تېر کال یو شمېر خبریالان، د ښځو د حقونو فعالان او مذهبي اقليتونه هم نیولي وو او د تېر کال په سپټمبر کې یې د یوې نادولتي موسسې ۱۸ ځايي کارکوونکي د «عیسویت دخپراوي» په تور ونیول.
په دغه راپور کې د امریکا له حکومت غوښتنه شوې، چې په افغانستان کې د زیان منونکو مذهبي لږکیو د غړو د پناه غوښتنې منلو ته لومړیتوب ورکړي او پر هغو طالبانو چې له دوی د مذهبي آزاديو سرغړونې کوي، هدفي بندیزونه ولګوي.
د مذهبي ازادۍ په اړه د امریکا کمیسیون دا هم ویلي، چې امریکايي دیپلوماتان باید د طالبانو له استازو سره په خبرو او غونډو کې په افغانستان کې د مذهبي ازادۍ پر وضعیت خبرې وکړي.