طالبانو په میدان وردګ ولایت کې دوه تنه د «غلا» په تور په عام محضر کې په درو ووهل.
د طالبانو سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دایمیرداد ولسوالۍ کې يې له دواړو هر یو «۳۹» درې وهلي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دوی هر یو د طالبانو له خوا په درې کاله بند هم محکوم شوي دي.
د آمو موندنې ښيي چې طالبانو له واک ته د رسېدو له درېیو کلونو راهیسې په ټول هېواد کې د سلو ښځو په ګډون تر ۶۰۰ ډېر کسان په عام محضر کې په درو وهلي دي.
د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو او نړیوالو سازمانونو په پرله پسې ډول د طالبانو له خوا د تورنو کسانو پر مجازاتو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې هغوی مدافع وکیل ته له لاسرسي پرته او قانون ته په پام پرته سزا ورکوي.
په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه په خپل کلني راپور کې ویلي چې د طالبانو له خوا تورنو کسانو ته سزا ورکول «غیر اخلاقي» دي او باید ژر تر ژره ودرول شي.