افغانستان

 ایران: په مزارشریف کې د ایران پر کونسلګرۍ د پخواني «ترهګریز» برید ابعاد څېړو

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په مزارشریف کې د ایران پر کونسلګرۍ د برید د ۲۶ مې کلیزې په مناسبت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه «ترهګريز» برید د ابعادو په اړه څېړنې کوي.

په مزارشریف کې د ایران پر کونسلګرۍ برید په داسې حال کې شوی چې طالبانو په ١٣٧٧ کال کې د خپلې واکمنۍ د لومړۍ دورې په پیل کې پر دغه ولایت واک تر لاسه کړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په دغه خبرپاڼه کې له طالبانو غوښتنه کړې چې د ياد برید د عاملینو په اړه د خپلو څېړنو پایلې اعلان کړي.

 طالبانو تر اوسه د دغه برید مسوولیت نه دی منلی او د ياد بريد د عاملینو په اړه یې هم څه نه دي ویلي.

د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې په مزارشریف کې د ایران پر کونسلګرۍ په برید کې د یوه خبریال په ګډون نهه ایراني ډیپلوماټان وژل شوي وو.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په مزارشریف کې د ایران پر کونسلګرۍ په برید کې ناصر ریګي، نورالله نورزی، کریم حیدریان، رشيد پاياو فلاح، حیدر علي باقري، محمد علي قیاسي، مجید نوري نیارکي، محمد ناصر ناصري او محمود صارمي وژل شوي وو.

له برید وروسته د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپل ۱۲۶۷ پرېکړه لیک کې دغه برید له نړیوالو قوانینو څخه ښکاره سرغړونه وبلله.