دهېل ورځپاڼې په خپله یوه مقاله کې ویلي، ډونالډ ټرمپ ته د ماتې ورکولو لپاره، د ولسمشرۍ لپاره د دیموکراتانو نوماندې کاملا هرېس باید د افغانستان په اړه د بایډن له چلند څخه واټن واخلي او له افغان اتباعو سره د امریکا پر ژمنو ودرېږي.
په دې مقاله کې له هرېس څخه غوښتل شوي چې له طالبانو سره اصولي چلند وکړي او «په افغانستان کې د جنسیتي تبعیض» په نظر کې نیولو سره له طالبانو سره د اړیکو له عادي کولو ډډه وکړي.
دهېل وايي، جو بایډن له افغان اتباعو سره د امریکا د ژمنې په پوره کولو کې پاتې راغلی او په سلګونو زره امریکايي پخوانیو پوځيانو د اخلاقي زیان سبب شوې ده او نږدې ۴۰ میلیونه وګړي یې د نړۍ تر ټولو غچ اخیستونکي او خطرناک رژیمونو لاندې کړي دي.
ورځپاڼه وايي، له دې ژمنو څخه یوه دا ده چې د امریکايي ځواکونو له پخوانیو افغان همکارانو سره مرسته وکړي چې په افغانستان کې پاتې دي او له امریکا تمه لري چې یو خوندي هېواد ته یې ولېږدوي.
په مقاله کې چې د دهېل له خوا خپره شوې، راغلي يو له دغو ژمنو دا ده، چې واشنګټن باید هغو افغانانو ته د دایمي استوګنې په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي چې امریکا ته ایستل شوي دي، دا هغه پلان دی چې په کانګرېس کې د جمهوري غوښتونکو له خوا ځنډول شوی دی.
په مقاله کې راغلي چې د غزې تر کړکېچ مخکې له افغانستان څخه د امريکا بې مسووليته او ګړندي وتل د دې لامل شول چې بایډن د پام وړ ملاتړ له لاسه ورکړي.
په ياده مقاله همداراز راغلي چې له افغانستان څخه وتل او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د دې خلکو برخلیک د متحده ایالاتو پخوانیو سرتیرو او د پنسلوانیا، میشیګان، اریزونا، ویرجینیا، ویسکانسن او شمالي کارولینا په ایالتونو کې د افغان-امریکایانو د لوی نفوس لپاره مهم دی.
په مقاله کې دا هم راغلي چې د ولسمشر مرستیاله هرېس اوس فرصت لري ترڅو يو کار ترسره کړي چې دوه سړي چې په افغانستان کې د امریکا د غمجن تاريخ وروستی فصل د ترسره کولو لپاره يې د دې کار لېوالتيا نه درلوده، ولیکي.