د طالبانو تر واک لاندې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د ۱۳ سفارتونو د تمديد سټېکرونه چې د پخواني حکومت دیپلوماتانو له خوا اداره کېږي د رسميت نه پېژندنې په اړه د دوى له خبرپاڼې څخه وروسته لګول شوي وي، د اعتبار وړ نه دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «په اروپا، امریکا، کاناډا او استرالیا کې د پاسپورت د نوي کولو ټول سټېکرونه باطل دي، خو هغه سټېکرونه چې د اعلامیې له صادرېدو مخکې صادر شوي وو او افغانستان او یا کوم درېیم هېواد ته د تګ لپاره کارول کېدل او د جولای تر ٣٠نېټې مخکې د ننوتلو او وتلو ټاپه ولري، دوی ته د منلو وړ دي.»
له دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د زمري په ۹مه په یوه خبرپاڼه کې ويلي و، چې په لوېديځو هېوادونو کې د افغان ډیپلوماتیکو ماموریتونو کونسلي خدمتونه دوی ته د منلو وړ نه دي.
دغه وزارت وايي چې د کونسلي اسنادو او خدماتو په وړاندې چې په لندن، بلجیم، برلین، بن، سویس، اتریش، بون، سویس، فرانسه، ایټالیا، یونان، پولنډ، سویډن، ناروې، کاناډا او استرالیا اتریش کې د افغان ډیپلوماټیکو ماموریتونو له خوا د کونسلي اسنادو او خدماتو لکه تضمین، سندونه، اعلانونه، د پاسپورټ صادرول، د پاسپورټ د نوي کولو سټیکرونه، د ویزې سټېکرونه او نور خدمات ورکړل شي، دوى يې په وړاندې هیڅ مسؤلیت نلري.
په همدې حال کې طالبانو د نن(دوشنبه، زمري١٥) په یوه خبرپاڼه کې په دې اړه توضيحاتو کې زياته کړې: «ټول هغه تصدیق شوي اسناد چې د يادو استازوليو لخوا له خبرپاڼې څخه مخکې یا وروسته صادر شوي وي او په مرکز کې ثبت شوي نه وي، د منلو وړ نه دي.»
تر دې مخکې په بلجیم، تاجکستان او بریتانیا کې د افغانستان سفارتونو د طالبانو د پرېکړې په اړه غبرګون ښودلی و او اعلان یې کړی و چې کونسلي خدمتونه به د معمول په څېر دوام ولري.