د طالبانو نن ورځ(دوشنبه) په کابل کې دوه کسان د «نامشروع اړيکو» په تور په درو وهلي دي.
د طالبانو تر ادترې لاندې د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي، دغه دوه کسان هر یو په ( ۳۹ درو) وهل شوي او په یو نیم کال بند هم محکوم شوي دي.
طالبانو د دغو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو په تیرو دریو کلونو کې تر ۵۰۰ ډیر کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. ملګرو ملتونو او د بشري حقونو بنسټونو د طالبانو پر جسمي مجازاتو نیوکه کړې او د بندېدو غوښتنه یې کړې ده.