ښځې

شنبه هاى ارغواني غورځنګ: د طالبانو د«جنايتونو» پر وړاندې د نړۍ غبرګون د اندېښنې وړ او ناکافي دی

د شنبه هاى ارغواني غورځنګ  «په افغانستان کې د طالبانو لخوا د ښځو ځپنې په وړاندې د سمدستي اقدام» غږ کړی او ویلي یې دي چې د طالبانو د«جنايتونو» په اړه د نړۍ او ملګرو ملتونو غبرګون «د اندېښنې وړ» ناکافي دی.

دغه غورځنګ پر نړیوالو سازمانونو غږ کړی چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بشري حقونو د «ناوړه» حالت د حل او بدلولو لپاره دې قوي اقدام وکړي.

دغه غورځنګ له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې هم  غوښتنه کړې چې د طالبانو پر وړاندې دې «سمدستي» او «پرېکنده» تدابير ونيسي څو په هېواد کې د ښځو د حقونو د لا زیاتې کړکېچ مخه ونیول شي.

په دغه غوښتنه کې راغلي، «واک ته د طالبانو راتګ په افغانستان کې د ښځو د حقونو د شاتګ لامل شوی، او د جنسي تېري راپورونه، د طالبانو د غړو لخوا د جنسي تېري په شمول، په خطرناکه توګه زیات شوي دي.»

د شنبه هاى ارغواني غورځنګ وايي، په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسېدو وړاندې، جبري ودونه، په تېره بیا د هغو نجونو تر منځ چې عمرونه یې تر ۱۸ کلونو کم دي، ډېر عام شوي دي، چې د ناوړه استفادې او نابرابرۍ څرخېدو ته يې دوام وربښلى. د وېرې او ظلم دغه فضا همداراز د ښځو د ځان وژنې د ډېرېدو لامل شوې ده. هغه ښځې چې د طالبانو له ظلمونو څخه د خلاصون لاره نه ویني.

دغه غورځنګ زیاتوي چې د طالبانو«سخت او ځپونکي سیاستونه د دې لامل شوي چې ډېری ښځې د خپل ورځني ژوند د ناخوالو شرایطو سره د مقابلې لپاره په نشه يي توکو روږدې شي.»

دغه غورځنګ همداراز وايي، نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو د طالبانو د سیاستونو پر وړاندې د مبارزې او د افغان ښځو د خوندیتوب لپاره کافي کار نه دی کړی او د بشري حقونو د سرغړونو له کره شواهدو سربېره د نړیوالو غبرګون کمزوری دی او آن ځینو هېوادونو له طالبانو سره خپل دیپلوماټيک تعامل ته دوام ورکړى دى.

د شنبه  هاى ارغواني غورځنګ وايي چې دا چلند نه یوازې د طالبانو رژیم ته مشروعیت ورکوي؛ بلکې دوی نور هم زړور  کوي چې د پایلو له ویرې پرته خپل ناوړه چلند ته دوام ورکړي.

د دغه غورځنګ په غوښتنه کې همداراز راغلي، چې په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د بشري حقونو وضعیت «سخت خراب» دی او د ښځو لپاره یې پایلې ناورین زېږوونکې دي. ملګري ملتونه او نړیوال قدرتونه باید په افغانستان کې د بشري حقونو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي او له هغو ښځو سره ودرېږي چې د خپل ازادۍ او وقار لپاره مبارزه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې  طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د واک تر لاسه کولو راهيسې،  ښځې او نجونې له خپلو ټولو اساسي حقونو بې برخې کړې او د ښځو د ژوند په بېلابېلو اړخونو یې سخت محدودیتونه وضع کړي دي.

د طالبانو له واک ټينګولو وروسته تر شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو منعې کړې دي او د نجونو او ښځو پر مخ يې د پوهنتونونو دروازې هم تړلي دي.

د يادونې وړ ده، چې طالبانو د خپلې کابو درې کلنې واکمنۍ پر مهال نجونې د کانکور په ازموينې کې له ګډون منع کړې او په ټول افغانستان کې د آن یوې انجلۍ له شتون پرته د کانکور ازموينه واخيستله.