د «ماشوم روغتیا» روغتون کې يو شمېر ډاکټران وايي، چې په کابل کې د تودوخې له ډېرېدو سره له تېرې يوې مياشتې راهيسې هره ورځ په جل او نس ناستي اخته تر ۹۰ پورې ماشومان دې روغتون ته راوړل کیږي.
یو شمېر ډاکټران په دې باور دي چې د هوا ګرمېدل، د ککړو خوړو خوړل او د څښاک د پاکو اوبو نشتوالی د موسمي ناروغیو د ډېرېدو لامل دی او تر ډېره یې قربانیان ماشومان دي.
د ماشومانو د ناروغیو یوه متخصص آمو ته وویل: «د اوړي په موسم کې تل هوا ګرمیږي، چې در ویروسونو او مېکروبون خپرېدلو لامل هم کيږي، په ځانګړې توګه د افغانستان په پلازمینه کابل کې.»
د هېواد یو شمېر اوسېدونکي وايي، د ګرمۍ له امله موسمي ناروغۍ ډېرې شوي او تر ډېره یې ماشومان قربانیان دي.
یو شمېر کابل ښاریان په دې باور دي، چې د سختې ګرمۍ او د څښاک د پاکو اوبو نشتوالي د دوی ماشومان په بېلابېلو ناروغیو په ځانګړي توګه په نس ناستي اخته کړي دي.
له یوې میاشتې راهیسې کابل د بې سارې تودوخې شاهد دی. د پلازمېنې اوسېدونکي حتی تر څلوېښتو درجو پورې تودوخه تجربه کوي.
د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، د ګرمۍ له امله یې ماشومان ناروغه کېږي او حتی تر روغتونونو یې سر رسیږي.
د کابل یو اوسېدونکی وایي: «ګرمي ډېره ده، ماشومان مې ډېر ناروغه کېږي، د کابل هوا هم ډېره ګرمه ده.»
د کابل یو بل اوسېدونکی همدا راز وویل: «هوا ګرمه ده، د څښاک پاکې اوبه نشته او په ډېرو کورونو کې خلک په نس ناستي او بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي.»
د تېر کابل په سلواغې میاشتې کې، د بشري حقونو د څار سازمان په یوه راپور کې ویلي و، چې د افغانستان روغتیایي برخه د طالبانو له لوري پر ښځو د محدودیتونو له کبله به ننګونو سره مخ ده.