افغانستان

 ملګري ملتونه: په تېره یوه اونۍ کې له پاکستانه د راستانه شویو کډوالو ۵۰ سلنه ښځې دي

تصویر از آرشیف

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کميسيون راپور ورکړی چې تېره اوونۍ له پاکستانه د اېستل شویو افغان کډوالو تر نیمايي زیاتې ښځې وې.

د ملګرو ملتونو د دغه بنسټ لخوا د خپرو شويو شمېرو پر بنسټ، له راستنېدونکو څخه لږ تر لږه ۵۱ سلنه ښځې تشکليوي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۴ کال د جولای له ۷ څخه تر اګست ۱۳ پورې ټول ۹۵۳ تنه له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

د راپور له مخې، ۶۴۲ کسانو د داوطلبانه راستنېدو فورمې درلودې، ۱۹۰ تنو یې د ثبت کارتونه(پي او آر کارتونه) ۶۰ کسانو موقتي اسناد درلودل، ۵۹ یې د داوطلبانه راستنېدلو کورنیو بې اسناده غړي او دوه یې پناه غوښتونکي وو.

د راپور له مخې د راستنېدونکو ۵۱ سلنه ښځې وې. د ٢٨سلنه ښځې د کورنیو  سرپرستي ترغاړې درلوده  او ٦١سلنه له ١٨ کلونو څخه کم عمره وې.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د تېر کال له لړم میاشتې راهیسې شاوخوا ۶۰۰ زره افغان کډوال ایستلي دي.

تېره اوونۍ پاکستاني پوليسو د اسلام اباد په يو شمېر سيمو کې عمليات کړي او د ښځو په ګډون يې سلګونه افغان کډوال د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور نيولي دي.

په اسلام آباد کې افغان کډوال د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویزې په پروسه کې په فساد تورنوي. دوی ادعا کوي، سره له دې چې د ویزې د تمدید غوښتنه کوي او د ټولو اړینو معیارونو په پوره کولو سره بیا هم د دوی ویزې نه دي صادرې شوي او مجبور دي چې د ویزو د ترلاسه کولو لپاره رشوت ورکړي.