افغانستان

ایران په تېرو ٧ میاشتو کې ۲۰ افغانان په دار ځړولي 

د روان زيږديز  کال په لومړیو ۷ میاشتو کې ایران ۲۰ تنه افغان وګړي په «بېلابېلو تورونو» په دار ځړولي دي.

د ایران د بشري حقونو سازمان په یوه راپور کې د اعلان شویو شمېرو پر بنسټ ویلي چې په تېرو ۷ میاشتو کې د ایران په زندانونو کې لږ تر لږه ۳۰۰ کسان په دار ځړول شوي چې ۱۵ ښځې، ۴۲ بلوڅان، ۲۰ کردان او ۲۰ افغانان دي.

په دغه راپور کې ویل شوي چې له ۳۰۰ ثبت شويو اعدامونو څخه، ۱۷۲ یې د نشه یي توکو د قضيو اړوند دي.

دغه سازمان په ایران کې د اعدامونو د زیاتېدو په خبرداری سره له نړیوالې ټولنې او عامه افکارو غوښتي چې د ایران د زندانونو وضعیت او« د اعدامونه د څرنګوالي» ته پام پاملرنه وکړي.

د ایران د بشري حقونو د سازمان مشر محمود امیري مقدم وايي: «موږ په ځانګړې توګه په راتلونکو اونیو او میاشتو کې د کرد مدني فعالانو او د نشه يي توکو په تړاو د بندیانو د اعدام د نوې څپې په اړه اندېښمن یو. د اعدامونو د دې څپې د مخنیوي یوازینۍ لار د مدني ټولنې د اعتراضونو او نړیوالو فشارونو له لارې د خپل سیاسي لګښت زیاتول دي.»

دغه سازمان زیاتوي چې په دې ۷ میاشتو کې یوازې ۲۸ اعدامونه د ایران د حکومت د رسمي سرچینو له خوا اعلان شوي، چې د دغو اعدامونو ۹۱ سلنه نور د بشري حقونو نړیوال سازمان او ملګرو ملتونو د دوو خپلواکو سرچینو له لارې تایید کړي دي.

په دې راپور کې راغلي: «د ثبت شویو اعدامونو ۱۷۲ یې د نشه يي توکو په تور وو. ۱۱۰ تنه د قتل په تور اعدام شول (د وژنې په بدل کې قصاص). ۱۵ تنه د امنیت، جګړې او نورو اړوندو چارو په تور اعدام شول. د امنیت اړوند ۱۵ کسانو اعدامونو کې ۵ یې اسراییلو ته د جاسوسۍ په تور او ۵ یې د کرد- سني سیاسي بندیان وو. د ثبت شویو اعدامونو څخه ٣ یې د جنسي تیري په تور وو. لږ تر لږه ۱۵ ښځې د نشه يي توکو په جرم اعدام شوې. په اعدام شویو کسانو کې ۴۲ بلوڅان او ۲۰ کرد لږکي شامل دي. په اعدام شویو کسانو کې ۲۰ افغان او یو عراقی وګړى هم شامل دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې ایران تل افغان اتباع په بېلابېلو تورونو په اعدام محکوم کړي او د دوی د دوسیو د روڼ قضايي بهیر له ترسره کېدو پرته یې په دار ځړولي دي.

بل خوا په ایران کې یو شمېر افغان کډوال هم په وروستیو ورځو کې د پولیسو او ایراني اتباعو له خوا د ناوړه چلند د زیاتوالي خبره کوي.

دوی وايي وروسته له هغه چې د تهران په ختیځ کې یو ایرانی تبعه ووژل شو، د ایران خلک ورسره ناوړه چلند کوي او اوس له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

په هغو ویډیوګانو کې چې له نږدې یوې اونۍ راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې خپریږي، لیدل کیږي چې د تهران د پنځلسمې ناحیې یو شمېر اوسیدونکي د «مرګ پر افغان کډوالو» شعارونه ورکوي او د دغو کډوالو په وړاندې د ایران د حکومت پر بې غورۍ نیوکه کوي.