سویلي آسیا

تېر کال په پاکستان کې ۱۵۰۰ ډېر«ترهګریزو بریدونه» شوي

File photo.

پاکستاني رسنۍ د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې راپور ورکړى، چې پاکستان په ٢٠٢٣ کې د يو زر او ٥١٤«ترهګریز بریدونه» ترسره شوي دي.

د پاکستان ټوډى ورځپاڼې ویلي، په دغو بریدونو کې ۲زره۹۲۲ کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، ۵۷۲ پاکستاني پوځیان وژل شوي او يو زرو۲۹۲ ټپیان دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په دې بریدونو کې ۳۵۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۷۰۰ نور ټپیان شوي دي.

په راپور کې د روان کال له جنورۍ څخه تر اپرېل پورې د بریدونو یادونه هم شوې ده.

د دغه راپور له مخې، په پاکستان سږ کال ۵۶۱ “ترهګریزو بریدونه” شوي، چې ۱۶۷ پوځیان او ۱۱۸ ملکیان پکې  وژل شوي دي.

تر دې مخکې د دغه هېواد د ترهګرۍ ضد ادارې په یوه راپور کې ویلي وو چې تېر کال په خیبر پښتونخوا کې ۵۶۳ «ترهګریزې پېښې» شوي او د هېواد پوځيان ۲۴۳ ځله په نښه شوي دي.