په یوه ورځ کې نږدې ۱۲۰ افغان کډوالې کورنۍ له پاکستان او ایران څخه وېستل شوې او هېواد ته راستنې شوې.
د طالبانو تر ادارې لاندې د باختر خبري اژانس راپور ورکړی چې پرون( جمعه، زمري ١٢مه ) ۱۱۹ افغان کډوالې کورنۍ له پاکستان او ایران څخه په جبري ډول او په خپله خوښه اېستل شوې دي.
په راپور کې راغلي چې دغه کډوال د ننګرهار، کندهار، نیمروز او هرات ولایتونو له لارو هېواد ته داخل شوي دي.
د طالبانو تر ادارې لاندې دغه رسنۍ د راپور پربنسټ، ٩ کورنۍ د سپین بولدک له لارې او ۱۲ نورې د تورخم له لارې افغانستان ته داخلې شوې دي.
د راپور له مخې، په همدې حال کې ۵۴ کورنۍ د پل ابرېشم او ۴۴ نورې د اسلام کلا له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په ايران کې يو شمېر افغان کډوال په دې وروستیو ورځو کې په کې له دوى سره د دغه هېواد د پولیسو او ایراني اتباعو د ناوړه چلند خبره کوي.
دوی وايي چې د تهران په ختیځ کې د یوه ایراني وګړي له وژل کېدو وروسته ورسره خلک ناوړه چلند کوي او اوس له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
په تیره اونۍ کې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښیي چې د تهران د پنځلسمې ناحیې ځینې اوسېدونکي د «مرګ پر افغان کډوالو» شعارونه ورکوي او د دغو کډوالو په اړه د ایران د حکومت پر بې غورۍ نیوکه کوي.
په ورته وخت کې، پاکستان د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ ګړندۍ کړې، چې دې موضوع هغه افغانان چې د طالبانو له خوا ګواښ سره مخ شوي دي، اندېښمن کړي دي.