افغانستان

په مشهد کې د افغانستان کونسلګرۍ خپل فعاليت بیا پیل کړ

په مشهد کې د افغانستان کونسلګرۍ چې اوس د طالبانو له خوا اداره کیږي، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پاسپورټونو د ورکړې او نوي کولو، د ویزو ورکولو او د کونسلګرۍ اړوند نور کارونه یې بیا پیل کړي دي.

د طالبانو تر واک لاندې دغه کونسلګرۍ ویلي چې د کونسلي خدمتونو غوښتونکي کولای شي له نن (شنبه، د زمري ۱۳مه) دغه ډيپلوماټيك اورګان ته مراجعه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ایران له اوږدې مودې کړکېچ وروسته تېره اوونۍ په مشهد کې د افغانستان کونسلګري طالبانو ته وسپارله.

د يادونې وړ ده چې فيض الرحمن عطايي د طالبانو له خوا په مشهد کې د افغانستان د کونسلګرۍ د سرپرست په توګه معرفي شوى و او د ايران له خوا د هغه د منلو له امله يې مننه کړې وه.

خو د هېواد په شمال ختیځ کې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت استازولۍ مشر د طالبانو د کونسل له معرفي کولو وروسته ويلي چې په مشهد کې د طالبانو د نوي سرکونسل د معرفي کولو قانوني بهیر لا نه دی بشپړ شوی او فیض الرحمن عطايي اوس د کونسلګرۍ چارې د مٶقت سرپرست مشر په توګه پرمخ وړي.

احمد معصومي فر وویل، «داسې نه شي ویل کېدای چې افغان کونسلګري طالبانو ته سپارل شوې وي. د پخواني سرکونسل  دنده له اوږدې مودې راهیسې پای ته رسېدلې وه او ټاکل شوې وه چې د طالبانو له خوا ایران ته یو نوی سرکونسل معرفي شي. هغه کس چې طالبانو په مشهد کې د افغانستان د نوي قونسلګرۍ په توګه معرفي کړی و، د ویانا د کنوانسیون له چوکاټ سره سم نه و او له همدې امله د ایران د بهرنیو چارو وزارت هغه نه و منلی.» 

د يادولو وړ ده چې طالبانو ته په مشهد کې د افغان کونسلګرۍ سپارل تهران ته د طالبانو د رٸيس الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له سفر سره هم مهاله ترسره شوي دي.