افغانستان

په کابل کې د الظواهري وژل کېدل او بې ځوابه پوښتنې

دوه کاله وړاندې، په همدې ورځ(د ۲۰۲۲ کال د اګست په لومړۍ نېټه) د امریکا ولسمشر جوبایډن تایید کړه چې د القاعده مشر ایمن الظواهري په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

په همدې سهار لوړ غږ د کابل ښار ځینې برخې ولړزولې. او وويل شول کابل په شېرپور سیمه کې دوه توغندي لګیدلي دي.

وروسته طالبانو وويل چې امریکايي بې پیلوټه الوتکو په کابل کې هوايي برید کړی دی.

خو درې ورځې وروسته د امریکا ولسمشر جوبایډن په سپینه ماڼۍ کې په یوه خبري کنفرانس کې اعلان وکړ چې په دغه برید کې د القاعدې لومړی کس (ایمن الظواهري) وژل شوی دی.

د امریکا استخباراتي چارواکو هغه مهال رویټرز ته ویلي و چې الظواهري په کابل کې د خپل پټنځای په تلخونې کې و چې د امریکا یوې بې پیلوټه الوتکې پر ده دوه هېل فاير توغندي وویشتل.

دغه توغندي په نښه کولو کې خورا دقیق دي او له همدې امله د متحده ایالاتو د «ترهګرۍ ضد» عملیاتو یو له اصلي عناصرو څخه شمېرل کېږي.

امریکايي چارواکو رویټرز ته ویلي چې د امریکا استخباراتو له کلونو راهیسې ایمن الظواهري  تر څار لاندې نيولى و.

د متحده ایالاتو استخباراتو بالاخره معلومه کړه چې ایمن الظواهري، د هغه مېرمن، لور او لمسیان په کابل کې یو خوندي کور ته وړل شوي او بیا یې د الظواهري ځای مشحص کړ او هغه یې په نښه کړ، خو د الظواهري مېرمن، لور او ماشومان له دغه بریده ژوندي  ووتل.

طالبانو تر نننه په کابل کې د ایمن الظواهري مړینه نه ده تایید کړې او له القاعدې سره يې هر ډول اړیکې رد کړي دي.

اوس له هغې ورځې دوه کاله تېر شوي دي. القاعدې تر اوسه په رسمي ډول د ایمن الظواهري مړینه نه ده تایید کړې.

خو ایمن الظواهري څوک و؟

ایمن الظواهري په ۲۰۱۱ کال کې د اسامه بن لادن تر وژل کېدو وروسته د القاعدې مشري په غاړه واخیسته. هغه او بن لادن د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ مې د نیویارک پر سوداګریزو برجونو د بریدونو طراحان وو او د هغه نوم په متحده ایالاتو کې د « تر څار لاندې د خورا سترو ترهګرو» په لېست کې و.

د القاعدې په رهبرۍ کې د هغه مهم رول ته په پام د متحده ایالاتو حکومت د هغه د نیولو لپاره د ٢٥ ملیون ډالرو انعام اعلان کړى و.

ایمن الظواهري د ۱۹۵۱ کال د جون په ۱۹ مه د مصر په قاهره کې په یوې مشهورې کورنۍ کې زیږیدلی و. الظواهري په اخوان المسلمین کې د غړیتوب له امله په ځوانۍ کې زنداني شوی و. هغه خپلو زده کړو ته دوام ورکړ او د سترګو په برخه کې يې تخصص وکړ او په قاهره کې د سترګو متخصص ډاکټر شو.

په القاعدې کې د الظواهري فعالیتونه د دې لامل شول چې هغه د شبکې د لویو بریدونو تر شا د طراح او متفکر په توګه وګڼل شي.

د الظواهري له مړینې یو کال وروسته هم، القاعدې په رسمي ډول اعلان نه دی کړی چې څوک به د هغه ځای ناستی وي.

دد ټولو سره سره، په ایمن الظواهري باندې د متحده ایالاتو برید په ٢٠١١ کې د هغې د بنسټ اېښودونکي اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته د دغه مخالفې ډلې لپاره ترټولو لوی ګوزار دی.

داسې برید چې یو شمېر امریکايي سناتوران او د امریکايي پوځي قوماندانانو په باور القاعده به په راتلونکو شپږو میاشتو کې د دغه بريد د غچ اخيستلو توان ولري.