د طالبانو تر واک لاندې د اقتصاد وزارت په کابل کې د «طالبانو د لاسته راوړنو د راپور ورکولو» په نوم په یوه پروګرام کې ویلي چې اوسمهال په هېواد کې د ۲۷۸ بهرنیو موسسو په ګډون ۲زره۱۹۹ نادولتي موسسې فعالیت کوي.»
د اقتصاد په وزارت کې د طالبانو مسلکي معين عبداللطیف نظري دغه غونډې ته وویل، «په تېر کال کې مو د ۱۵۹ نويو کورنیو او ۱۴ بهرنیو بنسټونو د ثبت ترڅنګ د ۳۱۵ کورنیو او ۶۰ بهرنیو بنسټونو جوازونه نوي کړي دي»
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له ولکې وروسته یو شمېر بهرنیو ادارو او بنسټونو خپل فعالیتونه بند کړل.
له بلې خوا، وروسته له هغه چې طالبانو پر افغانستان واک تر لاسه کړ، دوی د ملګرو ملتونو په ګډون په یو شمېر دولتي او نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه.
خو یو شمېر افغان مېرمنې وايي، چې د خپلو کورنیو سرپرستي پر غاړه لري او د طالبانو د فرمان له مخې له دندو ګوښه شوي او اوس د خپلو کورنيو لپاره د يوې مړۍ ډوډۍ په پيداکولو کې له ستونزو سره مخ دي.
په همدې حال کې يو شمېر هېوادوال وايي، چې د طالبانو له راتګ سره سم له دندو ګوښه شوي او دندې يې طالبانو هغو غړو ته سپارل شوي، چې غير مسلکي دي.
دغه هېوادوال وايي، چې اوس د خپلې کورنۍ د غړو لپاره د یوې ډوډۍ په پیدا کولو کې له ستونزو سره مخ دي او له هېواده وتلو ته اړ شوي دي.