طالبانو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه پلاوي دفتر (یوناما) وروستی راپور په هېواد کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه«عقده مندانه» بللى او هغه يې رد کړی دی.
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت پر اېکس لیکلي، «دلته ( د دوى تر واک لاندې افغانستان کې) شرعي قوانین نافذ دي او د هر چا شرعي حقونه تأمين شوي دي.»
د طالبانو د ویاند مرستیال وايي، دوی د افغان وګړو او اتباعو د حقونو د تامین په اړه «شرعي او دیني نظر» لري او له همدې امله د یوناما راپور ردوي.
دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه په خپل تازه درې میاشتني راپور کې ویلي چې د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه د جون تر ۳۰مې (د وري له ۱۳ مې تر چنګاښ ١۰مې) پورې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې يې د افغان پوځیانو او پخوانیو حکومتي چارواکو د خپلسري نيولو او زنداني کولو لږ تر لږه ۶۰ پېښې ثبت شوې دي.
په راپور کې ویل شوي، سربېره پر دې، په درېیو میاشتو کې د ربړونې، بد چلند، لفظي ګواښونو او لږ تر لږه پنځه د پخوانیو حکومتي چارواکو او پخوانیو سرتېرو د وژلو لس پېښې (څلور د نامعلومو کسانو او یوه د طالبانو له خوا) ثبت شوې دي.
د یوناما د بشري حقونو څانګې ویلي چې د هغو کسانو پر وړاندې د تاوتریخوالي راپورونه هم شته چې په جبري ډول افغانستان ته ستانه شوي دي.
د یوناما د بشري حقونو څانګې په دغه راپور کې ویلي، دا پېښې هېواد ته د راستنیدونکو اشخاصو (پخواني پوځي او دولتي کارکوونکو) د شکنجې، بد چلند او نورو نه جبرانېدونکي زیانونو دوامدار خطرونه په ګوته کوي.
ملګرو ملتونو په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي چې طالبانو د اپریل له لومړۍ نیټې څخه د جون تر ۳۰مې نیټې پورې د ۲۸ ښځو په ګډون ۱۴۷ کسان په عام محضر کې په درو وهلي دي.
په دغه راپور کې راغلي، چې طالبانو په منظم ډول د جسمي مجازاتو کارولو ته دوام ورکړی او په یوه ځل کې یې د جون په ۱۵مه په سرپل ولایت کې د ۱۵ ښځو په ګډون ۶۳ تنه په عام محضر کې په درو وهلي دي.