افغانستان

په کاپيسا کې ترافيکي پېښې له  پنځو تنو ژوند واخيست 

عکس از آرشیف

په کاپيسا ولايت کې يوې ترافيکي پيښې له پنځو تنو ژوند واخيست او درې تنه نور يې ټپيان کړل.

د کاپيسا ولايت د امنيي قومندانۍ لپاره د طالبانو وياند وايې چې دا پېښه پرون ( چهار شنبه، زمري١٠)  ماسپښين ددي ولايت د اله ساى ولسوالۍ په دره کوتي سيمه کې رامنځته شوې ده.

د يادولو وړ ده، چې پېښه د موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو لويو لارو کې ترافيکي پېښې زياتې شوې، چې له امله يې تر اوسه په لسګونو کسانو ژوند بايللى دى.

په هېواد کې د طالبانو تر واک لاندې د ترافيکو رياست مسوولينو له دې وړاندې ويلي وو، چې ډېرى دغه پېښې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او د تېز سرعت له امله رامنځته کېږي.