افغانستان

په جلاوطنۍ کې د خبریالانو فدراسیون د طالبانو له خوا د خبریالانو نيول« دښمني» وبلله

په جلاوطنۍ کې د افغان خبریالانو نړیوال فدراسیون په يوه خبرپاڼه کې د طالبانو له خوا د خبریالانو د نیولو په غبرګون کې دا د رسنیو پر وړاندې یو «دښمنانه عمل» بللی دی.

دغه فدراسیون نن ( سه شنبه، زمري٩) ويلي چې طالبان غواړي پر رسنیو د فشار په اچولو سره د بیان ازادي«زندۍ» کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دوی په کندهار ولایت کې د «ملت ژغ راډیو» د خبریال ابراهیم محتاج او د «طلوع نیوز»د خبریال محمد یار مجروح د نیولو په اړه اندېښمن دي.

په همدې حال کې، دغه فدراسیون خبرداری ورکړ چې دا ډول نيونې په هیواد کې د خبریالانو پر کار «ویجاړونکي اغېزې» لري.

له دې ټولو سره، په جلاوطنۍ کې د خبریالانو نړیوال فدراسیون د خبریالانو پر ملاتړو بنسټونو غږ کړی چې پر طالبانو فشار راوړي چې د خبریالانو ر له قيد او شرط پرته” خوشې کېدو غوښتنه وکړي.

دا اندېښنه په داسې حال کې څرګندېږي چې طالبانو د ښاغلي محتاط د نیولو په غبرګون کې ویلي چې هغه په ​​«بالفعل» ډول د «اخلاقي فساد» په تور نیول شوی دی.

که څه هم طالبانو د «اخلاقي فساد» په اړه توضيحات نه دي ورکړي، خو ټینګار یې کړى چې دی د رسنیو د سرغړونو په تور نه دی نیول شوی.

ښاغلی محتاج د شنبې په ورځ مازدیګر څلور بجې له خپل دفتر څخه کور ته د تګ پر مهال د طالبانو له خوا ونیول شو.

د ښاغلي محتاج د برخلیک او د هغه د نیول کېدو د علت په اړه تر اوسه نور جزئيات نه دي ورکړل شوي.

محمد ابراهیم محتاج له څه باندې یوه کال راهیسې د ملت ژغ راډیو د خبریال او خپرونو وړاندې کوونکي په توګه کار کاوه.