افغانستان

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: طالبان یو ترهګريز سازمان دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ودانت پټل ویلي، طالبان یو «ترهګريز» سازمان دی.

ښاغلي پټل پرون شپه (دوشنبه، زمري٨) په واشنګټن کې یوې خبري غونډې کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، «زه نسبتاً ډاډه یم چې طالبان یو ټاکل شوى ترهګريز سازمان دی.»

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې دننه او بهر یو شمېر افغانانو په وار وار د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د امریکا د متحده ایالاتو پر څلویښت میلیونه ډالره اونيزو مرستو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دا مرستې «ترهګرو» ډلو ته ورکول کېږي.

که څه هم امریکا تر اوسه طالبان په رسمیت پېژندلي دي،  خو امریکايي چارواکو تل له طالبانو سره پر تعامل ټینګار کړی دی.

تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو مېلر دا خبره رد کړې وه، چې امریکا له طالبانو سره مستقیمه مالي مرسته کوي؛ خو سیګار په خپل وروستي راپور کې ویلي دغه چې وزارت تر اوسه د امریکا د کورني سیاست له مخې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې مرستندویه ادارې نه دي څېړلي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي مفتش په خپل راپور کې ویلي چې ددې امکان شته چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ترهګرو ډلې د امریکا مرستو ته لاسرسی ولري.