د طالبانو تر ادارې لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، اندونیزیا د دغه هېواد د طبیعي پېښو له قربانیانو سره ۵۰ ټنه بشري مرستې کړې دي.
طالبانو د دوشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې مرستو کې نهه قلمه غیر خوراکي توکي شامل دي چې ډېر ژر به د هرات ولایت د زلزله ځپليو په ګډون د وروستیو طبیعي پېښو پر زیانمنو شویو کورنیو ووېشل شي.
دغه مرستې د کابل په هوايي ډګر کې په افغانستان کې د اندونیزیا د سفیر بودي رحمت سوریا ساپوترا له خوا طالبانو ته وسپارل شوې.
په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې طبیعي پېښو خلکو ډېر مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
د اندونیزیا حکومت تر دې مخکې هم له افغانستان سره د ۱.۰۴ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۰ قلمه توکو مرسته کړې ده.