افغانستان

په پروان کې د ترافيکي پيښې له درې تنو ژوند واخيست 

په پروان ولايت کې ديوې ترافيکي پيښې له امله درې تنه مړه او درې تنه نور ټپيان شول.

د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ لپاره د طالبانو وياند فضل الرحيم مسکين يار وايي، چې دغه پېښه نن(پنجنشبه، زمري۴مه) سهار شاوخوا اوه بجې د سياه ګرد ولسوالۍ په دنداب سيمه کې رامنځته شوې ده.

په پروان کې د طالبانو د امنيه قوماندانۍ وياند وايي، چې دغه پېښه د دوو سراچه ډوله او مازدا موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

نوموړي د پېښې لامل د دغو موټر چلوونکو بې احتیاطي وبلله.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو لويو لارو ترافيکي پېښې زياتې شوې، چې له امله يې تر اوسه لسګونه کسانو خپل ژوند بايللى دى.

په هېواد کې د طالبانو تر واک لاندې د ترافيکو رياست مسٶلينو له دې وړاندې ويلي وو، چې ډېرى دغه پېښې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او د موټرونو د تېز سرعت له امله رامنځته کېږي.