افغانستان

په کابل کې د درملوجوړونې یو خصوصي شرکت پرانیستل شو

په کابل کې د لایف پرل په نوم د درمل جوړونې یوه خصوصي شرکت د ۲۰ میلیونه ډالرو په پانګوونې پرانیستل شو.

د لایف پرل شرکت مسوولین وايي، د درمل جوړولو دغه شرکت د شاوخوا ۵۰ قلمه درملو په تولید خپل فعاليت پيل کړی دی.

د عامې روغتیا په وزارت کې د طالبانو معین عبدالباري عمر د دې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې اوسمهال په ټول هېواد کې د درملو ۷۷ شرکتونه فعالیت کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان لا هم له ګاونډیو هېوادونو څخه په وارد شویو درملو تکیه کوي.

له بلې خوا د هېواد يو شمېر اوسېدونکي د درملو پر ټيټ کيفيت او د هغوى پر لوړو بيو نيوکه کوي او وايي چې د هېواد په درملتونونو کې د باکيفيته درملو نشتوالي دوى له جدي ننګونو سره مخ کړي دي.

دغه هېوادوال وايي چې په هېواد کې د درملو د خراب کيفيت له امله د دوى ناروغان اړ دي چې د خپلې درملنې لپاره په لوړه کچه درمل وکاروي.

په همدې حال کې درمل پلورونې او د هېواد د درمل جوړولو يو شمېر شرکتونه وايي، چې د طالبانو له خوا وضع شوې ماليه ډېره زياته ده او دوى  له ګڼو ننګونو سره مخ دي.