افغانستان سوداګري

طالبانو د کار«ملي غونډه» جوړه کړه

د طالبانو تر کنټرول لاندې د کار او ټولنیزو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د« کارملي غونډه» نن( د سه شنبه، زمري٢مه) په کابل کې پیل شوه.

په همدې حال کې د طالبانو د کار او ټولنيزو چارو وزير عبدالمنان عمري د غونډې په پيل کې ويلي چې «د غونډې موخه په هېواد کې په ملي کچه د بېکارۍ پر وړاندې مبارزه او د دولتي ادارو او خصوصي سکتور ترمنځ د پياوړې همکارۍ رامنځته کول دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد اوسېدونکي په هېواد کې د بېوزلۍ له ډېرېدو شکايت کوي او وايي، چې د خپلو کورنيو لپاره د يو وخت ډوډۍ د برابرولو توان هم نه لري.

دوی وايي له هغه وخت راهيسې  چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته رسېدلي، د بې وزلۍ کچه پراخه شوې او د کار فرصتونه ډېر محدود شوي دي.

له بلې خوا یو شمېر دغه اوسېدونکي وايي، چې په هېواد کې د طالبانو له واک ته رسېدو سره د دوی څخه یو شمېر يې د طالبانو له خوا له خپلو پخوانیو دندو ګوښه شوي او د هغوی پوستونه د طالبانو غړو ته ورکړل شوي دي.

په همدې حال کې يو شمېر دغه ښاريان وايي، چې اوس نه ورته د کار زمينه برابره ده، او نه هم د خوراک لپاره يوه مړۍ ډوډۍ لري.