د روغتیا نړیوال سازمان د خپل جون مياشتې په راپور کې ویلي چې د روان زيږديز کال د مى له ۱۰مې د جون تر ۳۰مې پورې یې د سېلابونو او نورو طبیعي پېښو د زیانمن شویو په ګډون ۵۸۹زره۲۰۵ کسانو ته روغتیايي خدمتونو وړاندې کړي دي.
دغه سازمان وايي چې یوازې په بغلان کې ۹۵ زره ۹۹۱ کسانو، په بدخشان کې ۳۱ زره ۷۱ کسانو، په غور کې ۲۲ زره ۴۴۸ کسانو، په تخار کې ۲۶ زره ۸۷۶ کسانو او په فاریاب کې ۹ زره ۴۴۷ کسانو روغتیايي خدمات ترلاسه کړي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، دغه خدمتونه د هېواد په ۲۸۷ ولسوالیو کې د ۷۶۳ روغتیايي مرکزونو له لارې وړاندې شوي دي.
د دغه راپور پر بنسټ، په بغلان ولایت کې ۳۷زره۳۴۲ ښځې، ۲۰زره ۷۵۲ نارینه، ۲۲زره۷۲۶ نجونې او ۱۵زره۱۷۱ هلکانو روغتیايي خدمات ترلاسه کړي دي.
دغه سازمان وايي، د یادو کسانو له جملې څخه ۶۰زره۳۰۵ کسانو د لومړنیو روغتیايي خدمتونو مشورې، ۲۶زره ۹۶۶ کسانو د روغتیايي چارو د ترویج، ۴زره ۵۰۵ کسانو د رواني درملنې او رواني ټولنیز ملاتړ خدمتونه، ۳زره۶۹۰ کسانو د مور، نوي زيږېدلي کوچني او ماشوم روغتیايي خدمتونه او ۵۲۵ نور تروما روغتيايي خدمتونه( د بدن بهرنيو ټپونو روغتيايي خدمتونه ترلاسه کړي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان همداراز وايي چې د ۲۰۲۳ کال د نومبر له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۴ کال د جون تر ۳۰مې پورې یې له ګاونډیو هېوادونو څخه ۵۴۹زره۱۵۴ راستنېدونکو افغانانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي.
دغه سازمان د ۲۰۲۰ کال له فبروري میاشتې راهیسې په هېواد کې د کرونا ویروس ۲۳۹ زره او ۹ پېښې ثبت کړي، چې له دې جملې څخه په ټول افغانستان کې ۸ زره او ۱۰ تنه مړه شوي دي.
د دغه سازمان د راپور له مخې، په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ له امله د مړینې کچه ۳،۴ سلنه وه.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د روان کال په جون میاشت کې په ټول هېواد کې د شري ۶زره۳۹۰ شکمنې پېښې تشخیص شوې، چې په پایله کې یې ۲۱ کسان مړه شوي دي.
په دې راپور کې ویل شوي چې « دا د تېرې میاشتې په پرتله د شري په پېښو کې ٥.٩ سلنه کموالی ښیي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د دغه راپور پر بنسټ، روان زيږديز کال ټولټال ۳۵زره۲۱ کسان په شري اخته شوي چې له دې ډلې ۱۴۷ تنه مړه شوي دي.