سویلي آسیا

وسله والو کسانو یو پاکستانی پولیس وواژه

په پېښور کې د وسله والو کسانو په برید کې یو پاکستانی پولیس وژل شوی دی.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې دغه پولیس سعیدالله نومېده او د خپلې دندې په ترسره کولو بوخت و، چې ډزې پرې وشوې.

د يادولو وړ ده، چې دغه برید د پېښور په مرکز کې د آرمډور پر پوسته شوی دی.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې دغه پولیس د یوه نښه ويشتونکې وسله وال له خوا په نښه شوی دی.

تر اوسه کوم کس یا ډلې د برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې په دې وروستیو کلونو کې بریدونو او چاودنو  زیاتوالى موندلى دی.

له دې مخکې پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) د ډېرو بریدونو پړه پر غاړه اخیستې ده.